د بے نامي لين دين قوانين کښې بهتري راوستلې شي،فروغ نسيم

د بے نامي لين دين قوانين کښې بهتري راوستلې شي،فروغ نسيم

وفاقي وزير قانون فروغ نسيم او د وزيراعظم معاون خصوصي اطلاعات فردوس عاشق اعوان مشترکه پريس کانفرنس کړيدے ، وفاقي وزير قانون وئيلي دي چې د بے نامي لين دين قوانين کښې بهتر راوستلې شي ، د پنځوس کروړ نه سيوا خرد برد نيب کيس باندې به صرف سي کلاف ميلاويږي،فردوس عاشق وائي چې کشميريان د يو جماعت نه بلکې پاکستان طرف ته ګوري
دا خبرې وفاقي فروغ نسيم او د وزيراعظم د اطلاعاتو خصوصي مرستيالې فردوس عاشق اعوان اسلام آباد کښې د مشترکه پريس کانفرنس پرمهال کړيدي
د وفاقي وزير قانون فروغ نسيم وينا وه چې حکومت د اوور سيز پاکستانيانو لپاره نوې قانون راؤړي د کومې سره به چې بيرون ملک پاکستانيانو ته آسانيتيا ميلاؤيږي، وائي چې حکومت خپل بهرپور کوشش کوي چې عام اولس ته هرقسمه ممکن سهوليات ورکړې
فروغ نسيم اووئيل کرپشن ملزمانو ته سهولت ورکولو خبرونه بے بنياده دي او بے نامي لين دين قوانين کښې بهتري راوستې شي
په دې موقع معاون خصوصې اطلاعات فردوس عاشق اعوان اووئيل چې د کشميريانو سترګې دا وخت يو جماعت طرف ته نه بلکې پاکستان طرف ته دي او اپوزيشن ته پکار دي چې حکومت سره د کشمير په معامله يو موټې شي