د تاحيات نااهلۍ ارټيکل 62 ون ايف تور قانون دے

د سپريم کورټ چيف جسټس عمر عطا بنديال وئيلي دي چې د تاحيات نااهلۍ ارټيکل 62 ون ايف تور قانون دے ، د فيصل واوډا تاحيات نااهلۍ کيس به محتاط او تفصيل سره اورو
د چيف جسټس په مشرۍ کښې د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ د فيصل واوډا تاحيات نااهلۍ خلاف درخواست سماعت کړے ، د فيصل واوډا وکيل وسيم سجاد عدالت ته وئيلي چې اليکشن کميشن سره د غلطې بيان حلفۍ تحقيقاتو اختيار شته ولې که چرې سپريم کورټ د اليکشن کميشن فيصله مسترد هم کړي ولې حقائق نه بدليږي چيف جسټس خپل ريمارکس کښې وئيلي چې اليکشن کميشن فيصل واوډا کيس کښې د حقائقو درست جائزه اخيستې ده ، په دې کيس کښې سوال دا دے چې اليکشن کميشن تاحيات نااهلۍ حکم ورکولے شي يا نۀ ، کيس به تفصيل سره اورو په دې موقع وکيل فاروق ايچ نائيک ووئيل چې اسلام آباد هائيکورټ خپلې فيصله کښې واضحه وئيلي دي چې فيصل واوډا غبرګون شهريت تسليم کړے،سپريم کورټ د کيس نور سماعت شپږم اکتوبر پورې ملتوي کړو،