د تحريک انصاف حکومت ړومبې څلور مياشتو کښې په قرضو کښې يونيم زره اربه روپے اضافه شويده

0
227

د تحريک انصاف حکومت ړومبې څلور مياشتو کښې ملکي و غيرملکي په قرضو کښې يونيم زره اربه روپے اضافه شويده، غير ملکي قرضے ديارلس سوه شپږ اربه او ملکي قرضے يولس سوه نولس اربه روپے سيوه شويدې
د حکومت مالي سال ړومبي ششماهي کښې ملکي و غير ملکي قرضے سيوه شويدي، د کال دوه زره اتلسم جولائي نه دسمبر راهسې غير ملکې قرضو کښې دوه زره څلور سوه پنځه څلويښت اربه روپے سيوه شويدې
دستاويزاتو ترمخه غير ملکې قرضے ديارلس سوه شپږ اربه روپے سيوه شوې ولې ړومبې ششماهي کښې ملکې قرضو کښي يولس سوه نولس اربه روپے اضافه شويده، ستمبر نه دسمبر پوري قرضو کښې شپاړس سوه شپاړس اربه روپے سيوه شويدې
دستاويز کښې وئيلې شوې چې د حکومت ړومبې څلور مياشتو کښې غيرملکي قرضو کښې زر اربه روپے اضافه شوېده ولې ستمبر نه دسمبر پوري د مرکزې حکومت ملکي قرضو کښې شپږ سوه شپاړس اربه روپے سيوه شويدي