د تحريک انصاف صدر او پنجاب پښواني وزيراعلي چوهدري پرويز الهي لاهور نه ګرفتار کړلي شوي ، چوهدري پرويز الهي ګجرانواله او منډي بهاوالدين کرپشن کيسونو کښي محکمه اينټي کرپشن پنجاب ته مطلوب اوو
محکمه اينټي کرپشن پنجاب پوليس په مرسته ګجرانواله او منډي بهاوالدين ترقياتي منصوبو کرپشن کيس کښې د پنجاب پښواني وزيراعلي چوهدري پرويز الهي لاهور کښي د هغه کور ظهور پيلس نه ګرفتار کړو
ګرفتاري ه وړاندي د لاهور اينټي کرپشن عدالت عدم حاضري له وجي چوهدري پرويز الهي حفاظتي ضمانت خارج کړے اوو چي ورستو اينټي کرپشن افسران پوليس درني نفري سره هغه ګرفتاري لپاره اپريشن وکړو
پوليس سرچينو ترمخه پوليس راتګ نه پس چوهدري پرويز الهي کور نه تښتيدو کوشش هم وکړو ولي ګرفتاري په موقع د هغه کورني او ملازمين لخوا مزاحمت هم وکرلي شو
چوهدري پرويز الهي ميډيا کوارډينيټر اقبال چوهدري لخوا جاري شوي تفصيلاتو ترمخه چوهدري پرويز الهي محکمه اينټي کرپشن ته مطلوب اوو، اينټي کرپشن عدالت د هغه حفاظتي ضمانت خارج کړے اوو چي ورستو محکمه اينټي کرپشن او پوليس مشترکه اپريشن په نتيجه کښي هغه ګرفتاري عمل کښې راغله
پوليس ګرفتاري نه پس چوهدري پرويز الهي نامعلومه ځي ته منتقل کړو ، امکان دے چي هغه به جسماني ريمانډ لپاره سبا د ګجرانواله ځائي عدالت کښي پيش کول شي ، واضح دي وي چي محکمه اينتي کرپشن پنجاب لخوا ګجرانواله او منډي بهاوالدين ترقياتي منصوبو کښې کرپشن مقدمه درج کرلي شوي وه چي پکښې پرويز الهي نه علاوه هغه پرنسپل سيکرټري محمد خان بهټي او زوئي مونس الهي نامزد کرلي شوي اوو