د تحريک انصاف مشر عمران خان جيل بهرو تحريک اعلان کړي

زما د قتل منصوبي جوړه شويده،عمران خان

د تحريک انصاف مشر عمران خان جيل بهرو تحريک اعلان کړي ، وائي چي کارکنان دي ملا وتړي او ګرفتاريانو ته دي ځان تيار کړي، عمران خان د ټاکنو تاريخ نه مقرر کولو صورت کښې د ګورنر پنجاب او خيبرپختونخوا په ضد غداري مقدمات درج کولو اعلان هم کړے

زمان پارک لاهور نه ويډيو لنک په ذريعه د پي ټي آئي چئيرمين عمران خان خطاب دوران د جيل بهرو تحريک اعلان کړي، وئيلي چي امپورټډ حکومت د ظلم او جبر سلسله شروع کړي ، شهباز ګل ، اعظم سواتي ، فواد چوهدري نه پس شيخ رشيد ګرفتاري ظلم دے ، حکومت د هغه په ضد شپيته نه زيات مقدمات درج کړي چي مقصد د سياسي ميدان نه لري کول دي عمران خان ووئيل چي اسحاق ډار د ملک معيشت بيړه غرقه کړي ، ګراني د اسمان سره خبري کوي او حکومت د تښتيدو تياري شروع کړي ، عمران خان اوئيل چي د وزيراعظم بيان د حقائق منافي دے ، خيبر پختونخوا حکومت کال دوه زره اولس کښې خيبر ميډيکل کالج کښي ډي اين اے ليبارټري جوړه کړي وه، عمران خان اوئيل چي اين ايف سي کښې پنجاب او خيبر پختونخوا حکومت پيسے ورکړي ولي پي ډي ايم حکومت راتګ نه پس صرف پنځه اربه روپي پختونخوا ته ريليز شوي عمران خان اليکشن نيټه نه مقرر کولو صورت کښې د خيبرپختونخوا او پنجاب ګورنرانو پرضد د غدارۍ مقدمات درج کولو اعلان هم کړے،