د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان آرمي چيف جنرل سيد عاصم منير او جنرل ساحر شمشاد مرزا ته په عهدو سنهبالولو اومبارکي ورکړېده

د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان آرمي چيف جنرل سيد عاصم منير او جنرل ساحر شمشاد مرزا ته په عهدو سنهبالولو اومبارکي ورکړېده، وائي چې د رياست طاقت د اولس په وجه وي ، طمع لرو چې نوے ليډر شپ به موجوده صورتحال کښې قوم او رياست ترمينځه اعتماد بحالۍ کښې کردار ادا کړي ، کوم چې تيرو اتو مياشتو راهيسې قوم او رياست ترمينځه پيدا شوے
پي ټي آئي چيئرمين عمران خان په ټويټر آرمي چيف جنرل سيد عاصم منير ته عهدې سنبهالولو باندې اومبارکي ورکړې ، عمران خان جنرل ساحر شمشاد ته چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي جوړيدو باندې هم مبارکباد ورکړے عمران خان په ټويټ کښې اميد څرګند کړے چې نوے ليډر شپ به رياست او قوم ترمينځه د اعتماد فقدان ختم کړي عمران خان خپل ټويټ سره د قائد اعظم محمد علي جناح خطاب يو مخصوص برخه هم شئير کړې ،چې پکښې دا وئيلے شوي، دا مه هيروۍ چې مسلح افواج هم د اولس خادم دے ، تاسو قومي پاليسۍ نشۍ جوړولے،