د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان پشمول د نورو مشرانو خلاف اسلام آباد کښې دوه نورې مقدمې درج

د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان پشمول د نورو مشرانو خلاف اسلام آباد کښې دوه نورې مقدمې درج کړې شوې، ترنول تهانړے کښې د علي امين ګنډا پور او نورو خلاف مقدمه درج کړې شوې، ايف آئي آر کښې د پختونخوا وزيراعلې محمود خان او اسد عمر هم نامزد کړې شوي
د اسلام آباد ترنول تهانړے کښې د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان پشمول د نورو مشرانو خلاف دوه مقدمات درج کړې شويدي، علي امين ګنډا پور او نورو خلاف هم په ترنول تهانړے مقدمه درج کړې شوېده د مقدمې متن ترمخه علي امين ګنډا پور وسلې سره د پوليسو ورديانې شلولې او سنګين نتيجو دړکې ئي هم ورکړېدي، درج کړې شوې ايف آئي آر کښې د خېبر پختونخوا وزيراعلې محمود خان او اسد عمر هم نامزد کړې شويدي