د تخت بهائي خلق د پوليسو خلاف فرياد کوي چي پوليس مونږ بے ځايه تنګوي

ضلع مومند پوليسو د غير مقامي پوليسو تعيناتي مخالفت کړې

تخت بهائي ميډيا کلب کښي يو خبري غنډي ته فضل وهاب نومي تن او د هغه رشته دارو وينا وه چي د مردان صدر تهاني ايس ايچ او عجب خان دراني د خپل دباؤ قائم ساتلو او پوليس افسرانو ته خپل پوزيشن جوړولو د پاره زمونږ نه د قربانۍ ګډوري جوړ کړي دي هره ورځ راځي او د سبزي منډۍ نه مزدوران اوچتوي
د فضل وهاب پلار هم وئيلي دي چي ايس ايچ او عجب خان دراني او د هغه ټيم زما په ځوي باندي ټوله شپه تشدد کړے او سحر چي مونږ تهاني ته لاړو نو د ايس ايچ او وينا وه چي زما خلاف به درخواست نه ورکوۍ ګني زه به ستاسو خلاف نوره کاروائي اوکړم
هغوي د ډي پي او مردان او صوبائي حکومت نه د انصاف مطالبه کوي