د ترهه ګرو بريدونو مخنيوي لپاره پاکستان سره مرستو له تيار يو،ذبيح الله

د ترهه ګرو بريدونو مخنيوي لپاره پاکستان سره مرستو له تيار يو،ذبيح الله

د افغانستان خاورې نه په پاکستان د ترهه ګرو د بريدونو معامله، افغان حکومتي وياندذبيح الله مجاهد وائي چې د خپل وس مطابق د ترهه ګرو بريدونو مخنيوي لپاره پاکستان سره مرستو له تيار يو،ذبيح الله مجاهد پاکستاني پولو سره نزدې سل چيک پوسټونه جوړولو تصديق کړې او وئيلي ئي دي چې د دې مقصد د افغانستان د خاروې تحفظ کول دي

بي بي سي سره مرکه کښې افغان حکومتي ترجمان وئيلي دي چې مونږ د خپل هيواد پشمول ټولو ګاونډي هيوادونو کښې امنيت غواړواو هيچا ته به اجازت ورنه کړو چې د افغانستان خاوره د بل ملک خلاف استعمال کړي
افغانستان کښې موجود کالعدم ټي ټي پي خلاف د افغان حکومت کارروائيو په حواله يوې پوښتنې په جواب کښې ذبيح الله مجاهد ووئيل چې اسلامي امارت د خپل وس مطابق د ترهه ګرۍ بريدونو مخنيوي کښې د پاکستان مرسته کولې شي خو د پاکستان دننه کارروائۍ نه شو کولې
ذبيح الله مجاهد زياته کړېده چې د پولوتحفظ او د افغانستان خاورې نه ناوړه ګټې ترلاسه کولو مخ نيوي لپاره پاکستان سره تړلي سيمو کښې سل نوي چيک پوسټونه جوړ کړي شويدي