د ترهه ګرو پر ځائے دې د ترهه ګرې متاثرين په قامى دهاره کښې راوستلې شى

د پيپلزپارټې چيئرمين بلاول بهټو زردارى وائى چې اصل ملک دښمنه هاغه خلق دى، څوک چې د سياسى مفاداتو لپاره کالعدم تنظيمونه ساتى، د ترهه ګرو پر ځائے دې د ترهه ګرې متاثرين په قامى دهاره کښې راوستلې شى، په نيشنل ايکشن پلان عملدرآمد نه کيدل د افسوس خبره ده، تر څو چې متاثرينو ته انصاف نه وى ميلاؤ شوې تر هغې به په آرام نه کښينم
بلاول بهټو زردارى کوئټه کښې د هزار ګنج سانحې متاثرينو سره تعزيت کړے، او ژوبل کسانو صحت لپاره ئې دعا غوښتې ده
ددې وروستو ميډيا سره خبرو اترو دوران بلاول بهټو زردارى وئيلى دى چې دوې د ترهه ګرې خاتمې لپاره نيشنل ايکشن پلان جوړ کړے وؤ ولې د افسوس خبره ده چې نن په نيشنل ايکشن پلان عملدرآمد نه کيږى
بلاول واضحه کړے چې ملک دښمنه عناصر هاغه خلق دې څوک چې د سياسى مفاداتو لپاره ترهه ګر پالى، او داچې د ترهه ګرو په ځائے د ترهه ګرې متاثرين په قامى دهاره کښې شاملوؤل پکار دى
د هغه وينا وه چې حکومت فيصله نه شى کوؤلې چې آيا دوې د ترهه ګرو سره دې او کنه د مظلومانو سره؟ تر هغې به په قلاره نه کښينم تر څو چې مظلومانو ته انصاف نه وى ورکړے شوې