د ترهه ګرۍ مخنوي ادارے کوئټه کښې کارروائي کښې يو وسله وال وژل شوي

د ترهه ګرۍ مخنوي ادارے د کوئټه نوتال سيمي کښې کارروائي کړيده چې په کښې يو وسله وال وژل شوي ولې دوه تيښته کښې بريالې شويدي
د کوئټه نوتال سيمي کښې خفيه اطلاع باندې سي ټي ډي کارروائي کړيده، کارروائي دوران د ډزو په بدلون کښې يو ترهه ګر وژل شوې ولې دوه په تيښته کښې بريالې شويدي،
سي ټي ډي چارواکې وائي چې وژل شوي ترهه ګر د بولان علاقے چهلګري او فتح پور درګاه باندې شوې خودکش حملو سهولت کار وو، وژلې شوي ترهه ګر شناخت د شاکر الله په نوم شويدي، هغه د خودکش جيکټ جوړولو ماهر وو
سې ټي ډي چارواکې زياتوې چې تښتيدلې ترهه ګرو د ګرفتاري لپاره هم لټونې عمليات روان دي