د ترهګرئ مخنيوي عدالت کښي د مشال د پلار بيان جمع کړے شوے

0
24
د ترهګرئ مخنيوي عدالت کښي د مشال د پلار بيان جمع کړے شوے

دمردان عبدالولي خان يونيورسټي کښي قتل کړے شوي طالبعلم مشال د قتل کيس سماعت په وخت د هغه د پلار بيان په تحريري شکل کښي ترهګرئ مخنيوي عدالت کښي جمع کړے شويدےعدالت مزيد ګواهان د جنورئ تر نورلسمي نيټي طلب کړيدي
دپيښور ترهګرئ مخنيوي عدالت کښي د مشال قتل کيس سماعت په وخت د هغه د پلار اقبال لالا بيان په تحريري شکل کښي جمع کړے شويدے
په دي موقع عدالت مزيد ګواهان د جنورئ تر نورلسمي نيټي طلب کړل،
تير سماعت کښي د مشال قتل کيس په معامله کښي د هغه د پلار د بيان جمع کولو په اړه احکامات جاري کړے شوي وو، کوم چي نن د مشال د پلار د وکيل له اړخه عدالت کښي جمع کړے شو عدالت د کيس سماعت د رواني مياشتي تر نورلسمي نيټي اوځنډولو
ياده دي وي چي پيښور هائيکورټ دترهګرئ مخنيوي عدالت ته حکم کړے وو چي په دوو مياشتو کښي د عبدالولي خان يونيورسټئ قتل کړے شوي طالبعلم مشال په اړه ټرائيل سر ته اورسوي،
دهائيکورټ د حکم نه پس د ټرائيل ختميدو کښي صرف اووه ورځي پاتي دي