د ترکمانستان صدر قربان على محمدوف د وزيراعظم نوازشريف سره ملاقات کړے

د ترکمانستان صدر قربان على محمدوف د وزيراعظم نوازشريف سره ملاقات کړے چې پکښې دوه اړخيزه اړيکو په پراختيا او سيمې په صورتحال خبرې شوى دى په دې موقع دواړو هيوادونو ترمينځه تجارت، تعليم اومعيشت پشمول مختلفو شعبو کښې همکارۍ زياتولو په اړه لوظنامې هم لاس ليک شوى دى

د پاکستان په دوره راغلى د ترکمانستان صدر قربان على وزيراعظم هاؤس کښې نوازشريف سره ليده کاته کړى چې پکښې دواړو ملکونو په تعلقاتو،د سيمې او نړۍ سيکيورټۍ په صورتحال او مختلفو شعبو کښې همکارۍ زياتولو په معاملو خبرې اترې شوى دى
ملاقات وروستو ګډخبرى کانفرنس پرمهال وزيراعظم نوازشريف اوئيل چې دواړو هيوادونو ترمينځه د ملګرتيا رشته قائمه ده کومه چې وخت تيريدو سره نوره هم مضبوطيږى
د هغه وينا وه چې پاکستان  تاپى ګيس پائپ لائن منصوبه زر تر زره عملى کولو لپاره پرعزم دے او دا منصوبه د تجارت  او راهدارۍ پيش خيمه ګرځوؤ
وزيراعظم مخکښې اوئيل چې دواړو هيوادونو ترمينځه مختلفو شعبو کښې همکارۍ زياتيدل د دوه  اړخيزه تعلقاتو مضبوطوالې په ډاګه کوى
هغه دا هم اوئيل چې ترهه ګرسيمه کښې عدم  استحکام پيدا کوى بايد چې د دې مخ نيوى لپاره په اجتماعى ډول کوششونه اوکړے شى او دې سلسله کښې پاکستان او ترکمانستان به په ګډه کار کوى
افغانستان په اړه وزيراعظم اوئيل چې افغان مفاهمتى عمل لپاره مسلسل او سنجيده کوششونه کوؤ او په افغان اولس  مشتمل د مفاهمتى عمل ملاټر په عزم ټينګ ولاړ يو ځکه چې د دغې هيواد سلامتيا او پرمختګ د پاکستان مفاد لپاره ضرورى دے
وروستو د دواړو هيوادونو د وفدونو په کچ مذاکرات هم شوېدى چې پکښې وزيراعظم نوازشريف د پاکستان او قربان على محمدوف د خپل هيواد مشرى کوله
دغه شان د دواړو هيوادونو ترمينځه معيشت،توانائۍ او تعليم پشمول مختلفو شعبو کښې همکارۍ زياتولو په بابله د مفاهمت په اووه ياداشتونو او اته معاهدو لاس ليک شوېدے
دې نه آګاهو چې کله د ترکمانستان صدر د پاکستان په خاوره قدم کېښودو نو د هغه تودهرکلے اوکړے شو او ورته د يويشت توپو سلامى هم ورکړے شوه