د ترکي صدر د مسلم ليګ ن قائد ميانوازشريف سره د بيګم کلثوم نواز په وفات د تعزيت اظهار کړېدے

0
9

د ترکي صدر رجب طيب اردګان د مسلم ليګ ن قائد ميانوازشريف ته خط راليږلې او ورسره ئې د بيګم کلثوم نواز په وفات د تعزيت اظهار کړېدے
د بيګم کلثوم نواز په مرګ شريف خاندان سره د نړي والو ملکونو د مشرانو د تعزيتونوسلسله جاري ده
د هندوستان وزيراعظم نريندر مودي وروستو د ترکي صدر طيب اردګان هم د شريف خاندان سره د تعزيت اظهار کړېدے
د ترکي صدر طيب اردګان پخواني وزيراعظم ميانوازشريف ته خط راليږلې دے چې پکښې د بيګم کلثوم نواز په انتقال د افسوس اظهار شوېدے
خط کښې طيب اردګان ليکلي چې د بيګم کلثوم نواز په مرګ هغه ته صدمه رسيدلې او د مرحومې د بخښانې دعا ئې غوښتې ده