د تيرحکومتونو په رنګ صرف د منصوبو اعلانونه نه کوو

0
58

وزيراعظم شاهدخاقان عباسى وئيلى دى چې د تيرحکومتونو په رنګ صرف د منصوبو اعلانونه نه کوو۔ چې کومه منصوبه مو شورو کړې هغه مو سرته هم رسولې ده
سکردو کښې بلتستان يونيورسټۍ افتتاحى دستورې ته وينا په وخت وزيراعظم شاهدخاقان عباسى وئيلى دى چې د اولس بنيادى ضرورتونه پورا کول د حکومت ذمه وارى ده
د هغه وينا وه چې پخوانى وزيراعظم نوازشريف دوه کاله مخکښې د
ګلګت جګلوټ شاهراه د جوړولو افتتاح کړې وه او دغه منصوبه به د دسمبرمياشت نه مخکښې مکمل کړے شى
شاهدخاقان عباسى ووئيل چې تيرحکومتونو د داسو او ديامربهاشا ډيمونه د جوړولو اعلان کړې وو ولې کار ئې پرې شورو نه کړې شو
وزيراعظم زياته کړه چې ګلګت بلتسان کښې ترقياتى منصوبو له وجې سياحت شعبې ته وده ملاؤ شوېده او دا چې سى پيک منصوبې سره به نه صرف دا سيمه ترقى وکړى بلکې د بے روزګارۍ شرح به هم کمه شى