د جاپان په سټوډيو کښې اور لګيدو پېښه کښې دري دېرش کسان مړه شوي

د جاپان په سټوډيو کښې اور لګيدو پېښه کښې دري دېرش کسان مړه شوي

د جاپان په مشهور کيوټو ايني ميشن سټوډيو کښې د اور لګيدو واقعه کښې د مړه شوي کسانو شمېره دري دېرش ته رسيدلې ده،واقعه کښې اور لګوونکي تن پشمول يوشمېر کسان ژوبل شوي هم دي
د جاپان په کيوټو ښار کښې تېره ورځ مشهور کيوټو ايني ميټډسټوډيو کښې هغه وخت اور ولګيدو کله چې يوکس سټوډيو ته وردننه شو، سامانونه ئې مات رامات کړل او د تېښتې په وخت کښې ئې خطرناکه ماده سټوډيو ته ورګزار کړه د کوم سره چې سمدستې اور ولګيدو، د اور لګيدو واقعه کښې د مړه شوي کسانو شمېره دري دېرش ته رسيدلې او يوشمېر کسان پکښې ژوبل شوي هم دي، ژوبل کسانو کښې ملزم پخپله هم ژوبل شوےڅوک چې سيکورټي اهلکارو په ژوبل حالت کښې نيولے دے