د ججانو متعلق ريفرنس يو آئيني مسئله ده

0
32
، فردوس

اطلاعات او نشرياتو لپاره د وزيراعظم خصوصي معاون ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د ججانو متعلق ريفرنس يو آئيني مسئله ده ، مريم نواز له ئې مشوره ورکړي چې عدليې سره د يووالي اظهار لپاره دې د عدالتونو احترام وکړي او خپل مخرور وړوڼه دې عدالت ته پيش کړي
په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان د مسلم ليګ ن نائب صدر مريم نواز باندې سختې نيوکي کړيدي
د هغې وينا وه چې مريم نواز له آئيني مسائل سياسي اکهاړے ته راوړلو نه ډډه پکار ده
بيان کښې فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې عدليې سره د يووالي د اظهار ښه طريقه دا ده چې د عدالتونو د فيصلو دې احترام وکړي شي
د وزيراعظم معاونې زياته کړه که چرې مريم نواز واقعي د عدليې د عزت او د قانون په بالادستۍ يقين لري نو خپل مخرور وړوڼه او د ملک معيشت تباه کونکې تره اسحاق ډار دې عدالتونو ته پيش کړي