د جرمنى وزير داخله ډے ميزئير د افغانستان ناڅاپى دوره کړے

0
114

د جرمنى وزير داخله ډے ميزئير د افغانستان ناڅاپى دوره کړے او د ملى امنيت صلاح کار حنيف اتمر سره ئې دوه اړخيزه اړيکو او دفاعى شعبو کښې همکارۍ سيوا کولو په معاملو خبرې کړى دى

د جرمنى خبرى ايجنسۍ رپورټ ترمخه داخله وزير ډے ميزئير د کابل غيراعلانيه دوره کړے او د دغې هيواد ملى امنيت صلاح کار حنيف اتمر سره ئې ليده کاته کړى دى،ملاقات پرمهال افغان وزير داخله نورالحق علومى،وزيرمال محمداکليل حکيمى او نور اعلى چارواکى هم موجود وو
په دې موقعه دواړو هيوادونو تعلقات نور پراخه کولو نه علاوه افغانستان سيکيورټۍ او اقتصادى شعبو کښې د جرمنې په همکارۍ هم خبرې اترې شوى دى 
ملاقات په وخت حنيف اتمر تيرديارلس کالو راهسې افغانستان سره روان د جرمنې مرستو خصوصى ذکر اوکړو او هيله ئې څرګند کړه چې د هيواد سلامتيا او پرمختګ لپاره به جرمن حکومت راتلونکى وختونو کښې هم دا ډول مرستې جارى ساتى 
د جرمنې داخله وزير هغه له باور ورکړو چې د افغان سيکيورټى اهلکارو تربيت او د دغې هيواد دفاعى صلاحيت نور مضبوطولو سلسله کښې به د جرمنى مرستې هم دغه شان جارى وى