د جسټس قاضي فائز عيسي په ضد سماعت کونکي بينچ مات شو

جسټس قاضي فائز عيسې کيس سماعت راتلونکې هفتې شورو ورځ پورې ځنډولې شوې دې

دجسټس فائر عيسې او جسټس کے کے آغا په ضد صدارتي ريفرنسز سماعت کونکي د سپريم کورټ لارجر بينچ مات شو،جسټس اعجاز الاحسن او جسټس سردار طارق مسعود د کيس اوريدني نه معذرت کړي چي وروستو ئي د بينچ مشر جسټس عمر عطا بنديال د نوي بينچ لپاره چيف جسټس ته دا معامله ليږلې ده
د جسټس عمر عطا بنديال په مشرې کښې د سپريم کورټ اووه کسيزه لارجر بينچ د سپريم جوډيشل کونسل په ضد د جسټس قاضي فائز عيسي د درخواست سماعت کړې،د جسټس فائز عيسي وکيل مينر اے ملک په ځيني ججانو اعتراض کړې او غوښتنه کړې وه چي د سپريم کورټ فل کورټ دې جوړ کړې شي
منير اے ملک دا هم وئيلي دي چي بينچ کښې دې هاغه ججان شامل کړې شي د چا مفادات چي دې کيس سره ټرلې نه وي،منير اے ملک د سپريم جوډيشل کونسل په ممبرانو هم اعتراض کړې او وئيلي دي چي مونږ د اهل ججانو فل کورټ جوړولو درخواست کوو
د جسټس قاضي فائر عيسي وکيل منير اے ملک زياته کړي چي چونکي د بينچ د دوه ججانو مفادات دې کيس سره نيغ په نيغه ټرلي دي،دغه دوه ججان به مستقبل کښې چيف جسټس جوړيږي لهذا دوي د بينچ نه لرې کړې شي
د دې وروستو لارجر بينچ کښې شامل جسټس اعجاز الاحسن او جسټس سردار طارق مسعود د دې کيس اوريدو نه معذرت اوکړو چي ورسره لارجر بينچ مات شو
د لارجر بينچ مشر جسټس عمر عطا بنديال د نوي بينچ جوړولو لپاره دا معامله د سپريم کورټ چيف جسټس آصف سعيد کهوسه ته ليږلې او د کيس سماعت ئي ملتوي کړيدې