د جماعت اسلامى مردان کالج چوک کښې احتجاج کيمپ

جماعت اسلامي د مردان کالج چوک کښي د ګرانې خلاف احتجاجي کيمپ لګولي چي پکښي د جماعت اسلامي کارکنانو ترڅنګ د ژوند مختلف طبقو سره تعلق لرونکي خلقو په کنړ شمير کښي ګډون کړيدي،احتجاجي کيمپ ته د جماعت اسلامي مشرانو په وزیراعظم عمران خان سخت ټکونه کړي او ويلي يې دي چې موجوده حکومت د تاريخ ناکامه ترين حکومت دې

کالج چوک مردان کښي د موجوده حکومت او ګرانې په ضد د  جماعت اسلامي احتجاجي کيمپ د سحر نهه بجو نه د ماښام پوري جاري وو،کيمپ کښي د جماعت اسلامي کارکنانو پشمول عام خلکو  په کنړ شمير کښي ګډون وکړو مقررينو احتجاجي کيمپ ته خپله وينا کښې په موجوده حکومت سخت تنقيد کړي او وئيلي دي چي عمران خان قام ته دروغ وئيلي او قام له دهوکه ورکړيده،د جماعت اسلامي د مشرانو وينا وه چي موجوده حکومت په مکمله توګه ناکامې سره مخ دې او پکار ده چي عمران خان د وزيراعظم د څوکې نه مستعفي شي ځکه چي د عمران خان ټول وزيران او مشيران غله دي د جماعت اسلامي مشرانو د ګرانې او موجوده حکومت په ضد د تحصيل په سطح د احتجاج جاري ساتلو اعلان کړيډي