د جنرل ميک کرسټل افغانستان کښې د امريکې ناکامې تحقيقاتو غوښتنه

پخوانې ناټو او يو ايس افواج کمانډر جنرل ميک کرسټل افغانستان کښې د امريکې  شکست  تحقيقات کولو غوښتنه کړې، هغه وائي چې مونږ افغانساتان کښې ډير ښه کارونه کړې بيا ولې مونږه د ماتې سره مخ شو

د امريکي فوج جنرل ميک کرسټل يو بين الاقوامي ميګزين سره مرکه کښې اووئيل چې هغو افغانستان کښې ښه او د پرمختګ کارونه کړې وو خو بيا ولې هغو ماتې سره مخ شويدې، ميک کرسټل غوښتنه اوکړه چې افغانستان کښې امريکې شکست تحقيقات دې اوکړې شي هغه دا هم اووئيل چې دا تحقيقات دې امريکي اولس لپاره عام جوړ کړې شي داخبره هم د پام وړ ده چې جنرل ميک کرسټل پشمول يو شميرنور د امريکي فوج او د انټېليجنس چارواکو هم د دې تحقيقاتو غوښتنه کړېده