د جنوبي وزيرستان نانو خیل محسود او سپیرکی وزیر قامونو ترمنځ جرګه کامیابه شوي

د جنوبي وزيرستان نانو خیل محسود او سپیرکی وزیر قامونو ترمنځ جرګه کامیابه شوي

د جنوبي وزيرستان نانو خیل محسود او سپیرکی وزیر قامونو ترمنځ روانه جرګه کامیابه شوي، فړیقېنو جرګې ته د متنازعه زمکې مسله حل کولو واک اختیار ورکړې.
د ایډیشنل ډپټی کمشنر، اسسټنټ کمشنر سرویکی، اسسټنټ کمشنر وانا او قبایلي جرګې په موجودګۍ کې فریقېنو تحريري معاهده کړې.
د معاهدې ترمخه فریقین به د مسلې حل کيدو پورې په لانجه منه زمکه تعمیراتي کار نه کوي.
ډپټی کمشنر حمید الله خټک خېبر نيوز ته ويلي چې د مسلې حل لپاره به د محسودو او وزیرو په مشرانو مشتمل با اختیاره جرګه ټاکلې شی کومې ته چې به د ضلعي انتظامیه مکمل ملاتړ ترلاسه وي.
د مسلې حل لپاره د جرګې په کامیابي د‌ وزیرو او محسودو مشرانو او عامو خلکو د خوشالۍ اظهار کړي او دې لړ کښې یې د مشرانو او انتظامیه کوششونه ستایلی دي،