د جنوبي وزيرستان ټولو اميدوارانو ته تهريټ ليټر جاري کړے شوي

د جنوبي وزيرستان ټولو اميدوارانو ته تهريټ ليټر جاري کړے شوي

د جنوبي وزيرستان ټولو اميدوارانو ته تهريټ ليټر جاري کړے شويدي،په سياسي مشرانو او اليکشن کښې حصه اخستونکي اميدوارانو باندي خپل نقل و حرکت د محدود ساتلو غږ شوے
دضلعي انتظاميي دفتر له لوري جاري شوي خط کښې د جنوبي وزيرستان حلقه پي کے يو سل ديارلس او پي کے يو سل څوارلس اميدوارانو باندي د اليکشن کمپين دوران د ترهګرو د حملي خدشه ظاهر کړے شويده
خط کښې وئيلي شوي چي ترهګر تنظيمونو په اميدوارانو او سياسي مشرانو د حملو منصوبه بندي کړي لهذا اميدواران دي خپل نقل وحرکت محدود کړي او د ځان تحفظ په خاطر دي ضلعي انتظاميه د خپل نقل وحرکت نه باخبره اوساتي
ډپټي کمشنر په سياسي مشرانو او اميدوارانو د پل پروف سيکورټي انتظاماتو لپاره هم زور راوړے