د جنوبي وزيرستان چګملائي سيمه کښې د امن کميټې په دفترخودکش حمله شوېده

د جنوبي وزيرستان چګملائي سيمه کښې د امن کميټې په دفترخودکش حمله شوېده،پوليسو وئيلي چې حمله کښې درې کسان پحق رسيدلي او دوه نور سخت ژوبل شويدي
د جنوبي وزيرستان پوليس مطابق چګملائي سيمه کښې خودکش حمله آور د امن کميټې دفتر په نښه کړې او خپل ځان ئې الوزولې دې پوليسو وئيلي چې خودکش حمله کښې درې کسان پحق رسيدلي او دوه نور سخت ژوبل شويدي پوليس مخکښې وئيلي چې حمله کښې سخت ژوبل شوې کسان وانا هسپتال ته منتقل کړې شويدي خودکش حملې نه پس پوليسود امن کميټې دفتر خپله ولقه کښې اخستې او نورې پلټنې ئې جاري دي