د جنوبی وزیرستان په شکي سیمه کې د محسود او وزیر قبیلو ترمنځ د زمکې په شخړه جګړه روانه ده

د جنوبی وزیرستان په شکي سیمه کې د محسود او وزیر قبیلو ترمنځ د زمکې په شخړه جګړه روانه ده

د جنوبی وزیرستان په شکي سیمه کې د محسود او وزیر دوه قبیلو ترمنځ د زمکې په شخړه جګړه روانه ده چی پکې تر اوسه يو تن مړ او دوه ژوبل شوي دي، مقامي خلکو په پولیسو د جګړې نه ودرولو تورونه پورې کړي دي. بلخوا جرګه او د ضلعي انتظامي افسران فریقین په ډز بندۍ راضي کولو کې بوخت دي
سرچينو نه تر لاسه شوي معلوماتو مطابق د وزیرو سپیرکی او د محسود نانو خیل قبیلو ترمنځ بېګا د شپې راهیسي ډزي رواني دي، دواړو طرفونو په غرونو کې مورچې جوړې کړی چی د کومو څخه په يو بل ډزې کېږي،سرچينې زياتوي چې دواړه غاړې درنه او سپکه وسله استعمالوي چې پکې تر اوسه يو تن مړ او دوه ژوبل شوي دي، بلخوا د دواړو قامونو مشرانو په پولیسو د جګړې لپاره کردار نه ادا کولو تورونه هم لګولي دي.
ډپټی کمشنر حمید الله خټک اسسټنټ کمشنر سرویکی او د‌مشرانو جرګه متاثره سیمه ته لیږلی.،حمید الله خټک هدايت کړې چې زر تر زره دی فریقین د مورچو نه راکوز او ډز بندي اوکړې شي