د جي سيون ملکونو مشرانو غونډه فرانس کښې شورو شويده

د جي سيون ملکونو مشرانو غونډه فرانس کښې شورو شويده

معاشي لحاظ سره سرفهرست اووه لوئي ملکونو ګروپ جي سيون د مشرانو غونډه د فرانس په بيرټز ښار کښې شورو شويده چې پکښې په نړي واله سطح درجه حرارت کښې اضافې پشمول نور لوئي لوئي مسائلو مخنيوي او عالمي تجارت ته وده ورکولو په معاملو خبرې کيږي
دا اجلاس به درې ورځې جاري وي چې پکښې د فرانس،امريکې،برطانيې، جرمني،کينډا،اټلي او جاپان سربراهان ګډون کوي
د اجلاس دوران د سيکيورټۍ سخت انتظامات شويدي او د فرانس دولس زره پوليس اهلکار په سکيورټۍ تعينات کړي شويدي
بهرملکي خبري ادارو ترمخه د جي سيون اجلاس شورو کيدو نه مخکښې د چين او امريکې ترمينځه تجارتي جنګ،ايمزون ځنګل کښې لږيدلي اوور په معامله د برازيل او فرانس په يو بل الزامونه او د بريګزټ په معامله د برطانيې او يورپي يونين شخړې د دې اهمې غونډې ماحول کشيده کړيدے
د جمهوريت دفاع،صنفي مساوات او تعليم په موضوعاتو خبرې کول هم د دې اجلاس د ايجنډې برخه ده