د جے يو آئى قائد مولانا فضل الرحمان وئيلى دى چې اسلامى نړۍ او او آئى سى د فلسطین په مسئله ولې خاموشه ده

اسرائيلى فورسز مظالم،د جے يو آئى قائد مولانا فضل الرحمان وئيلى دى چې اسلامى نړۍ او او آئى سى د فلسطین په مسئله ولې خاموشه ده آيا او آئى سى د مظلوم مسلمانانو آواز نه آورې ، اقوام متحده او انساني حقوق ادارے ولې په دغه مظالم باندې خاموشه دي

جمعیت علماﺀ اسلام امير مولانا فضل الرحمن ويډيو پيغام جاري کړي ، فلسطین سره ئې د يووالې اظهار کړے دے، وئيلى دى چې جمعيت علمائے اسلام او پاکستانې اولس فلسطین سره وګه په وګه ولاړ دي،مولانا فضل الرحمان په اسلامې ملکونو تنقيد کړې دے،وئيلې دې چې اسرائیلې جارحیت باندې خاموشې په اصل کښې د اسرائيل حمايت دے ،مولانافضل الرحمان د فلسطینې اولس، ماشومانو، ځونانو، او زنانو قربانيانو ته خراجِ تحسین وړاندے کړي، فلسطينې اولس سره ئې يووالې اظهار لپاره اختر نه پس ټول ملک کښې ريليانې ويستلو او مظاهرے کولو اعلان کړې دے