د حزب اسلامي مشرګلبدين حکمتيار به د پاکستان په دري ورځنۍ دوره صبا له اسلام آباد ته راځي

د حزب اسلامي مشرګلبدين حکمتيار به د پاکستان په دري ورځنۍ دوره صبا له اسلام آباد ته راځي

د حزب اسلامي ډلې مشر ګلبدين حکمتيار به د پاکستان په دري ورځنۍ دوره ديواعلي سطحي وفد سره صبا له اسلام آباد ته راځي، ګلبدين حکمتيار به صدر مملکت، وزيراعظم او خارجه وزير پشمول اهم حکومتي چارواکو سره ليده کاته کوي.د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د افغانستان پخوانې وزيراعظم او د حزب اسلامي ګلبدين حکمتيار به.اسلام آباد کښي صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ، وزيراعظم عمران خان ،دسينټ چئيرمين،دقامي اسمبلۍ سپيکر ، خارجه وزير او نور اعلي چارواکو سره ملاقاتونه کوي
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار به د نولسم نه تر يويشتم اکتوبر پورې دخپلي دوري په موقع اسلام آباد کښي د خارجه پاليسي تهنک ټينک ته خطاب کوي او سينئر صحافيانوسره هم خبري اتري کوي.وئيلي کيږي چه د حکمتيار پاکستان دورې سره به د افغان امن عمل ، د پاکستان او افغانستان خپل مئينځي تعلقاتو مظبوطيا سره سره د دواړه ملکونو اولسونو ترمئينځه د رابطو په حواله د تبادله خيال موقع ترلاسه شي