د حضورﷺ اطاعت په دواړو جهانونو کښې د کاميابۍ ضمانت دې ، صدر مملکت ډاکټر عارف علوى

صدر پاکستان عارف علوي وئيلي دي چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اطاعت په دواړو جهانونو کې د کاميابۍ ضمانت دے او هغوي تعليامت د ټول انسانيت لپاره د نجات او خوشحالۍ لاره ده۔. په ايوان صدر کښي رحمت اللعالمين کنفرانس ته په وینا کې صدر عارف علوي وویل چې د انسانانو ټول مسائل د قرآن کريم په تعليماتو او نبي په سيرت عمل کولو لوجي حل کيدے شي۔.قرآن کريم د تمامو انسانانو رهنمائي کوي۔ هغه اوئيل چي کوم انقلاب د مسجد نبوي څخه راپورته شو هغے ټوله نړۍ بدله کړه. جومات د قام په تربيت او اصلاح کې مهم رول لوبوي. موږ باید تل د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د تعليماتو نه استفاده وکړو. د ربيع الاول په مناسبت په خپل پیغام کې عارف علي وویل چې پیغمبر (ص) د مساوات ، ورورولۍ ، عدالت او عدل په بنياد ټولنه جوړه کړې. هغه وویل چې هغه د رنګ ، نسل ، ژبې او وطن نه بالاتر یو امت جوړ کړی. د اوسني ګډوډۍ ، نفاق او ناانصافۍ یوازینۍ حل په سيرت طيبه عمل کول دي۔. هغه په خپل پیغام کې وویل چې الله تعالی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په شکل کښي انسانیت ته شرف بښلي دے ، الله تعالی هغه د ټولې نړۍ لپاره د رحمت په توګه رالیږلی.