د حلال فوډ اتهارټي مالاکنډ ټيم په سوات ايکسپريس وے چکدره انټر چينج په مقام ناکه بندي

حلال فوډ اتهارټي د سوات ايکسپريس وے له لاري مالاکنډډويژن ته داخليدونکي د ملاوټي پئيوکنټينري او ډاټسني نيولي او د ليبارټري ټيسټ نه پس ئ ټول پئي ضائع کړي دي
د حلال فوډ اتهارټي مالاکنډ ټيم په سوات ايکسپريس وے چکدره انټر چينج په مقام ناکه بندي کړي وه او د پنجاب نه مالاکنډ ډويژن مختلفو ضلعو ته تلونکي کنټينري او نور بلها ګاډي ئ نيولي دي چي پکښې د کيميکلو نه پئ جوړ شوي وو د حلال فوډ اتهارټي اهلکارانو دغه پئي ليبارټري کړه کوم چي سل په سله ملاوټي او خطرناک ثابت شوه چارواکو په سوونو ليټره نيولي شوي پئي په موقع سره ضائع کړل او د ککړ خلکو په ضد ئ کاروائي عمل کښي راويستل ۔ اسسټنټ ډائريکټړمراد علي خيبر نيوز ته اووئيل چي د پنجاب نه ملاوټي پۍ د مالاکنډ مختلفو برخو ته په پټو لارو داخليږي په اولسي شکاياتو مو کاروائي کړې او علاقه کښې به څه قسمه ملاوټي روزګار ته اجازت ورنکړے شي