د حکومتي اقداماتو مقصد عوام د کرونا وائرس نه محفوظ ساتل دي

د حکومتي اقداماتو مقصد عوام د کرونا وائرس نه محفوظ ساتل دي

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشير اجمل وزير وئيلي چې پيښور کښې په ايس او پيز عمل درآمد روان دے او د نن نه به دوکانونه پنځه بجے بنديږي، د ذخيره اندوزو متعلق ئې د سختې کاروائې کولو دهړکه ورکړې
د خيبر پختونخوا د اطلاعاتو مشير اجمل وزير ميډيا بريفنګ دوران وئيلي چې په لاک ډاون کښې مو نرمي د عوامو د خه والي لپاره کړے ځکه چې عمران خان ته د عوامو د غريبۍ احساس دے
اجمل وزير وئيلي چې د کورونا يواځينې حل سماجي لريوالې او احتياط دے او دا چې د حکومتي اقداماتو مقصد عوام د کرونا وائرس نه محفوظ ساتل دي
د اطلاعاتو مشير زياته کړے چې که په صوبه کښې د عوامو لخوا بے غوري اوليدل شوه نو په لاک ډاون کښې به په سختۍ کولو مجبوره شو
اجمل وزير وئيلي چې وزير اعلي په خپله د حالاتو جائزه اخلي او په فرنټ لائن کښې جنګيدونکې عملې سره اوګه په اوګه ولاړ دے
ميډيا بريفنګ دورا د اطلاعاتو مشير اجمل وزير زياته کړه چې د پېښور کښې په ايس او پيز تر ډيره حده عمل درآمد روان دے او د نن نه به مارکيټونه په هر صورت پنځه بجے بندول يقيني جوړولے شي
د چرګانو په قيمتونو کښې د اضافې په حقله اجمل وزير اوئيل چې د ذخيره اندوزو په ضد به کاروائې ډيره زر په عمل کښې راوستے شي او دا چې د چرګانو په قيمتونه کښې د وجوهاتو جاج به هم اختسلے شي

blank