د حکومتې دعوو باوجود ټول ملک کښې د اوړو قيمت کښې کمې نه دے راغلے

د منصوبه بندي او سازش لاندي د وړو بحران پيدا کړے شوے

ټول ملک کښې د اوړو بحران جارې دے،د حکومتې دعوو باوجود د اوړو قيمت کښې کمې نه دے راغلے،پيښور پشمول د خيبرپختونخوا ځنې نورو علاقو کښې په دويمه ورځ هم نانبايان په هړتال دې۔ خبرپختونخوا، بلوچستان او سند کښې شل کلو تهيلا په دولس سوه روپۍ خرڅيږې ،

پنجاب نه دفائن اوړو پينځه ويشت ټرکونه پيښور ته رارسيدلى دى
ټول ملک کښې د اوړو بحران او زيات قيمتونو مسئله برقرار ده، خيبرپختونخوا،بلوچستان او سند کښې شل کلو اوړو تهيلا په دولس سوه روپۍ خرڅيږې،کهلاو اوړه شپيته نه اوويا روپې فې کلو ميلاويږې،
پنجاب کښې د ژرندے وړو قيمت اوويا روپۍ فې کلو ته رسيدلے دے،د حکومتې اقداماتو او دعوو باوجود هم د اوړو قيمت کښې کمې نه دے راغلې،زياتره يوټيليټې سټورز نه هم اوړه غائب شوے دې او عوام د سختو مسئلو سره مخ دې
پيښور پشمول د خيبرپختونخوا ځنې نورو سيمو کښې په دويمه ورځ هم نانبايانو تنورونه بند کړيدې