د حکومت لخوا د سالانه ترقياتى فنډز نه ميلاويدو لوجې په سوونو ټهيکداران ديواليه شويدى

0
10

د خيبر کنټريکټر ايسوسى ايشن مشرانو وئيلى دى چې د حکومت لخوا د سالانه ترقياتى فنډز نه ميلاويدو لوجې په سوونو ټهيکداران ديواليه شويدى او په زياتره منصوبو کار د ځنډ ښکار شويدې
پيښور پريس کلب کښې خبرى غونډى ته د وينا په وخت د خيبر کنټريکټرز ايسوسى ايشن صدر بادشاه خان افريدى ،ګل احمد افريدى او نورو مشرانو حکومت نه مطالبه اوکړه چې د جون مياشت نه تر اوسه پورى د ټهيکدارانو څومره هم بقاياجات او ترقياتى فنډز کومو محکمو سره پاتى دى هغه دى په سمدستى توګه ريليز کړى
دوى اووئيل چې وزيراعظم عمران خان دې د پارليمنټ په ذريعه د فاټا نه د پنځوس کالو پورى د ټيکس نه اخيستو اعلان اوکړى او ټولې قبائلى سيمى دى ټيکس فرى زون اوګرځولې شى،مشرانو اووئيل چې فاټا ډيويلپمنټ اتهارټى د فاټا ترقياتى کارونو په لړ کښې د کروړنو روپو ټينډر کړې ، په کوم کښې چې د ټهيکدارانو نه د دوه اربه روپو نه سيوا د کال ډيپازټ په نوم ايسارى کړيدى او د ايف ډى اے د نااهلۍ لوجې ياد ټينډر تر اوسه پورى منظورى نه ده ورکړې، د دې لپاره دې د ايف ډى اے چيف او کميشن خورى خلاف کاروائى اوکړى شى