د حکومت لخوا د پلاسټک په شاپنګ بيګز بنديز لګولے شوے

0
48
بلين ټرى سونامى منصوبه کښې هيڅ کرپشن نه دے شوے ، شوکت يوسفزئى

د اطلاعاتو صوبائي وزير شوکت يوسفزي وئيلي دي چي د حکومت لخوا د پلاسټک په شاپنګ بيګز بنديز لګولے شوے د کوم خاتمے دپاره چي ټولو ډپټي کمشنرانو ته مراسله ليګلے شويده
د اطلاعاتو صوبائي وزيرشوکت يوسفزي لخوا جاري شوي بيان کښ وئيلي شوي چي حکومت شاپنګ بيګزخرڅونکو او آخستونکو ته د نور رعايت نه ورکولو فيصله کړے او په صوبه کښي به صرف د قابل تحليل بيګز استعمالولو اجازت وي او که چاسره هم د پلاسټک بيګز اونيولے شوو نو هغه به پنځوس زره روپو پورے جرمانه کولے شي
شوکت يوسفزي وئيلي چي په شاپنګ بيګز د پابندئ لګولو دپاره درے کاله وړاندے قانون جوړ کړے شوي او اوس به ډير زر د پلاسټک شاپنګ بيګز خاتمے دپاره قانون نافذولے شي