د حکومت پنځلس زره او اووه نيم زره روپو ماليت پرائز بانډ ختمولو فيصله

حکومت د پنځلس زره او اووه نيم زره روپو ماليت پرائز بانډز ختمولو فيصله کړې ده،نوټفيکيشن مطابق ديرشم جون پورې پينځلس زره روپو پرائز بانډز کيش کيدے شې،دغه رنګ اووه نيم زره روپو ماليت پرائز بانډز يوديرشم دسمبر پورې کيش کيدلے شې

حکومت د پنځلس زره او اووه نيم زره روپو ماليت پرائز بانډز ختمولو اعلان کړې دے،په دے حواله نوټفيکيشن هم جارې کړې شوې دےټيفکيشن ترمخه د پينځلس زره روپې بانډ به ديرشم جون او اووه نيم زره روپې بانډز به يو ديرشم دسمبر نه پس نه کيش کيږې،نوټيفکيشن مطابق صارفين پرائز بانډز په سپيشل سيونګز او ډيفنس سيونګز کښې هم بدلولے شې يا د هغې په بدل کښې نور بانډز اخستې شې