د خام تيل في بيرل نرخ تقريبا درې ډالرکم شوې

نړيوالې منډۍ کښې خام تيلو قيمتونو کښې مسلسل د کمي سلسله جاري ده ، نن د خام تيل في بيرل نرخ تقريبا درې ډالرکم شوې چې وروستو ئې فر بيرل نوې نرخ يو سل درې ډالر ته راښکته شوې
نړيوال منډۍ کښې دامريکې ټيکساس انټرميډيټ خام تيلو نرخ يو سل شپږ ډالر ته راکوز شوې ، دغه د برطانيې برينټ خام تيلو نرخ يو سل اته ډالر ته راغلې دې نړيوال منډۍ کښې پرله پسې د تيلو نرخ د کمي په لور دې او دا مهال نړيوال منډۍ کښې د خام تيلو نرخ يو سل درې ډالر او شل سينټ کښې روان دې بلخوا د معاشي پوهانو وينا ده که د روس او يوکرين شخړه څه منطقي انجام ته اورسيده نو طمعه ده چې تيلو نرخ به نور هم کم شي چې ورسره به په نړۍ کښې معاشي بحران باندې څه حده پورې فشار کم شي،