د خراسانى ډلې مشر ثناالله غفارى د امريکې ترهه ګرو لسټ کښـې شامل

امريکې لخوا د ترهه ګرو لسټ کښې شامل کړي شوي د داعش خراساني ډلې مشر ثناالله غفاري د افغان پخواني نائب صدر امرالله صالح سيکيورټي ګارډ وو،د امريکې خارجه محکمې د ثناالله غفاري کارډ جاري کړېدے چې پکښې هغه د امرالله صالح سيکيورټي ګارډ ښودلي شوېدے،ثناالله غفاري کال دوه زره شلم کښې په افغانستان کښې د داعش ډلۍ نوي مشر مقرر کړي شوي وو

ترهه ګرۍ خلاف مبارزۍ لپاره د امريکې خارجه وزارت څانګۍ سي ټي بيورو د ترهه ګرو په لسټ کښې شامل کړي شوي د داعش خراساني ډلې مشر ثناالله غفاري او نورو دريو کسانو په حواله معلومات شيئر کړيدي خارجه وزارت بيان ترمخه ثناالله غفاري د شهاب المهاجر په نوم هم مشهور وو او هغه کال دوه زره شلم کښې د داعش خراساني ډلۍ مشر مقرر کړي شوي وو بيان ترمخه ثناالله غفاري په افغانستان کښې د داعش ډلې د عملياتو او د فنډنګ د انتظام کولو ذمه وار وو دغه رنګ د امريکې خارجه وزارت سي ټي بيورو د ثناالله غفاري کارډ هم جاري کړېدے چې پکښې هغه د پخواني افغان نائب صدر امرالله صالح سيکيورټي ګارډ ښودلي شوېدے