د خزاني وفاقي وزير اسحاق ډار د متحده عرب امارات دوره

د خزاني وفاقي وزير اسحاق ډار د متحده عرب امارات دوره،اسحاق ډار د دوبئۍ هولډنګ کمپنۍ د مشر،انټرنيشنل هولډنګ کمپنۍ ايم ډي او د اتصالات کمپنۍ وفد سره ملاقاتونه کړي،ملاقاتونو په مهال پاکستان او متحده عرب امارات ترمينځ سرمايه کاري کښې تعاون په معاملو خبرې شويدي
وزير خزانه اسحاق ډار سره ابوظهبۍ کښې پاکستاني سفارتخانه کښې د اتصلات کمپنۍ وفد ملاقات کړېدے ملاقات په مهال د اتصلات وفد پاکستان کښې د دې کمپنۍ آپرينشنز او مستقبل کښې کاروباري منصوبو نه وزير خزانه خبر کړېدے په دې موقع اسحاق ډار ووئيل چې حکومت د تجارت او سرمايه کارۍ لپاره ښه ماحول پيدا کولو کوشش کوي او دې مقصد لپاره اصلاحاتي پروګرام باندې عمل درآمد جاري دے دغه رنګ وزير خزانه سره د ابودوبئۍ هولډنګ کمپنې مشر محمد السويدي او د انټرنيشنل هولډنګ کمپنۍ ايم ډي سيد بسير هم ملاقاتونه کړيدي او ورسره ئې پاکستان کښې د توانائۍ،کرکيلې او صحت شعبو کښې سرمايه کارۍ په معاملو خبرې کړيدي