د خوراک محکمې اولس ته د پاکستان سيټيزن پورټل د لارې د ګرانۍ شکايات جمع کولو درخواست کړې

د خوراک محکمې اولس ته د پاکستان سيټيزن پورټل د لارې د ګرانۍ متعلق شکايات جمع کولو درخواست کړې ، بلخوا د پوليس سره يې په شريکه د ګرانفروشۍ په ضد آپريشن کښې پنځلس تنان ګرفتار کړے شويدي، په ګلبهار سيمه کښې سرکاري نرخنامې خلاف ورزي کوونکو سبزي فروشو ته وارننګ هم ورکړے شويدے

د خوراک محکمې سيکرټري خوشحال خان زياته کړيده چې پېښور کښې د خوراک او په هوټلو کښې د صفائې نظام يقيني کول اولنۍ ترجيح ده او دا چې د ايکسپائر خوراکي موادو متعلق شکاياتو کښې اضافه شويده په ګلبهار کښې د کاروائې دوران راشننګ کنټرولر جمشيد خان دکاندارانو ته هدايات جاري کړي چې نرخنامه لږول دے يقيني کړي د خوراک محکمې واکمنو اولس ته د پاکستان سيټزن پورټل استعمالولو متعلق درخواست کړې او زياته کړې يې ده چې د ګاهک په مرسته به د ګرانفروشو نشاندهي په آسانه وشي