د هوشاب په سړک باندې کار روان دے

د سي پيک اتهارټي چيئرمين عاصم سليم باجوه وئيلي دي چې د هوشاب په سړک باندې کار روان دے، د سي پيک د سړکونو تعمير زمونږ ترجيح ده، په ګوادر کښې د اوبو ، سړکونو او د روزګار غټې مسئلي وې، عاصم باجوه دا هم وئيلي چې ګوادر پورټ د وزيراعظم اولين ترجيح ده، ګوادر او سي پيک سره به د بلوچيانو د اوويا کالو محروميانې ختمې شي