د خوږ آواز ميرمين ملکه ترنم نورجهان اتلسم تلين نن نمانځلې شي

0
7
د خوږ آواز ميرمين ملکه ترنم نورجهان اتلسم تلين نن نمانځلې شي

د خوږ آواز ميرمين او د برصغير نامتو ګلوکاره ملکه ترنم نورجهان اتلسم تلين نن نمانځلې شي،هغې کال دوه زره دوه کښې د دې فاني دنيا نه سټرګې پټې کړې وے
نورجهان چې اصل نوم ئې الله وسائي وو په يوشتم ستمبر کال نولس سوه شپږويشتم کښې د پنجاب قصور سيمه کښې زيږيدلي وه
هغې د فن آغاز کال نولس سوه پنځه ديرشم کښې جوړ شوي د پنجابي ژبې فلم کښې د چائلډ سټار په حيث کړې وو
اداکارې سره سره هغې د ګلوکارې په ميدان کښې هم ځانګړې حيثيت لرلو او د لس زرو نه سيوا غزلې او سندرې ئې ويلې وے
دغه رنګ کال نولس سوه پنځه شپتم جنګ کښې د پاک پوځ د ځوانانو لپاره د هغې وئيلې شوي سندرے “اے وطن کے سجيلو جوانو ۔۔۔ ميرے نغمے تمهارے لئے هے “ډير شهرت ترلاسه کړي وو
ملکه ترنم نورجهان ته صدارتي ايوارډ،تمغه امتياز او پرائيډ آف پرفارمنس هم ورکړې شوېدے
د خوږ آواز دا ميرمن په نني تاريخ کال دوه زره کښې د څلور اويا کالو په عمر کښې پحق رسيدلے وه