د خيالي ورځ پورې مالاکنډ،هزاره ، پيښور، کوهاټ، کوئټه او د ملک بعضې نورو علاقو کښې د باران امکان

موسمياتو محکمې د نور پشکال بارانونو پيشګوئي کړې

موسمياتو محکمې د خيالي ورځ پورې مالاکنډ،هزاره ، پيښور، کوهاټ، کوئټه او د ملک بعضې نورو علاقو کښې باران امکان دے ، بلخوا د بلوچستان داخله وزير مير ضياالله لانګو حاليه بارانونو له کبله پي ډي ايم اے ته د چمتو اوسيدو هدايات جاري کړيدي
د موسمياتو محکمې لخوا جاري کړې شوي بيان کښې وئيلې شويدي چې خيالي ورځ پورې مالاکنډ،هزاره ، پيښور، مردان،کوهاټ،بنو،ډي آئي خان ، پنډۍ،اسلام آباد،ګوجرانواله، لاهور،سرګودها،فيصل آباد،ساهيوال،ملتان،ډجي خان ،کوئټه،ژوب،قلات،مکران،سبي ،نصير آباد ډويژن،سکهر، لاړکانه،کراچي ډويژن،ګلګت بلتستان او کشمير کښې په بعضې ځايونو د باران او په غرونو د واورې وريدو امکان دے
بلخوا بلوچستان حکومت صوبه کښې د اوسني بارانو په تناظر سره پي ډي ايم ته د الرټ اوسيدو هدايات هم جاري کړيدي
پي ډي ايم اے وائي د بارانونو نه متاثره شوي علاقو صورتحال جائزه اخيستې شي او د هرقسمه هنګامي صورتحال لپاره چمتو دي