د خيبرپختونخوا مختلفو برخو کښې سبا ماښام نه د باران نوے لړۍ شروع کيدو امکان دے

د خيبرپختونخوا مختلفو برخو کښې سبا ماښام نه د باران نوے لړۍ شروع کيدو امکان دے

د خيبرپختونخوا مختلفو برخو کښې سبا ماښام نه د باران او تيزو هواګانو نوے لړۍ شروع کيدو امکان څرګند شويدے، پي ډي ايم اے لخوا د صوبې ټولو ضلعو بشمول ريسکيو ډبل ون ډبل ټو او نور متعلقه ادارو ته د پيشګي اقداماتو پورته امر شوے
د پراونشل ډيزاسټر ميجنمنټ اتهارټي لخوا جاري شوي اعلاميې ترمخه ملاکنډ، هزاره، پېښور او کوهاټ ډويژنز پشمول نورو ضلعو کښې هم د بارانونو نوي لړۍ شروع کيدو امکان دے،کوم به چې د نهې ورځې پورې به وقفې وقفې سره
جاري وي
د جاري شوي اعلاميې ترمخه باران سره سره د تيزا هواګانو هم امکان دے اودي سلسله کښې پي ډي ايم اے آپريشن سيل کښې د څه قسمه بدې پيښې په وخت عوامو سهوليات ورکولو لپاره هيلپ پلائن نمبر يو اووه صفر صفر فعاله کړے