د خيبرپختونخوا موسمياتو محکمې ترمخه صوبه کښې نن نه د بارانونو امکان دے

خيبرپختونخوا کښې د نن نه د بارانانو او تيزو حواګانو امکان څرګند کړے شوے

د خيبرپختونخوا موسمياتو محکمې ترمخه صوبه کښې د بارانونو نوے لړۍ د نن شپې نه شروع کيدو امکان څرګند کړے شوے چې ترمخه ئې پراونشل ډيزاسټر ميجنمنټ اتهارټي ضلعي انتظاميې متعلقه محکموته د جون د دوئمې نيټې پورې د باران وريدو متعلق ايډوائزري ليږلې
د پي ډي ايم اے لخوا د بارانونو نوے شروع کيدنکې لړۍ په حقله ريسکيو 1122 او متعلقه ادارو ته د پيشګي اقداماتو پورته کولو احکامات جاري کړے شويدي چې دا شان د څه قسمه بدې پيښې مخنيوې په وخت ممکن کړے شي
د پي ډي ايم اے لخوا زميدارو ته هم امر شوے چې د غنمو په کټائې کښې دے اختياطي لارې خپلې کړي او کټ شوي غنم دے په وخت محفوظ کړے شي
په خيبرپختونخوا کښې د نن شپې نه د تيزو nحواګانو سره د تيز باران امکان څرګند کيدو ورستو پي ډي ايم اے د عوامو د سهولت لپاره هيلپ لائن نمبر 1700 هم جاري کړے چې چې پرے عوام د ايمرجنسۍ په وخت پي ډي اے سره رابطه کولې شي

blank