د خيبرپختونخوا وزيراعلي د محکمه ايلمنټري اينډ سيکنډري ايجوکيشن اي ټرانسفر پاليسي منظوري ورکړيده

د فضائى الودګى ختمولو دپاره به سى ائير کوالټى مانيټرز لګولې شى، وزيراعلى

د خيبرپختونخوا وزيراعلي محمودخان د محکمه ايلمنټري اينډ سيکنډري ايجوکيشن اي ټرانسفر پاليسي منظوري ورکړيده
په دے حواله د تعليم لپاره د وزيراعلي مشير ضياالله بنګش وئيلي دي چي محکمه ايلمنټري اينډ سيکنډري ايجوکيشن کښي د استاذانو تعيناتي د ميرټ په بنياد شوے او اوس به ټرانسفر هم د ميرټ په بنياد کولے شي
د وزيراعلي مشير ضياالله بنګش زياته کړي چي اي ټرانسفر پاليسي لاندے به ټولے ضلعي دفترے،ايجوکيشن ډائريکټوريټ،سيکرټريټ،او سکولونو ډيټا ډيجيټلائز کولے شي او استاذان به په کوم يو سکول يا دفتر کښي د مقرره وخت پوره کيدو نه پس د کارکردګي په بنياد ټرانسفر کولے شي