د خيبرپښتونخوا اولس ته د پاکستان د آزادئ ورځ مبارکي

د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمودخان او ګورنر مشتاق احمد غني ټول قام ته او په خاص توګه د خيبرپښتونخوا اولس ته د پاکستان د آزادئ ورځ مبارکي ورکړے او وئيلي دي چي د ملک د سلامتيا،خودمختارئ او شين بيرغ سرلوړئ دپاره به د يوے قربانئ نه ډډه اونکړے شي
د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمودخان لخوا جاري شوي د جشن آزادئ په حواله پيغام کښي وئيلي شوي چي پاکستان د برصغير مسلمانانو د يو لوئي جدوجهد او قربانو نه پس په وجود کښي راغلے او په دے ورځ مونږ خپلو مشرانو ته د عقيدت پيرزونے وړاندے کوو۔وزيراعلي وئيلي چي پاکستان په حقيقي معنو کښي يو آزاد فلاحي رياست او ترقيافته ملک جوړول زمونږ د ټولو قامي فريضه ده او ددے مقصد دپاره د ټولنے ټولو طبقو له خپل کردار ادا کول پکار دے۔ د خيبرپښتونخوا قائمقام ګورنر مشتاق احمد غني خپل پيغام کښي وئيلي چي د ملک د سلامتيا،خودمختارئ او شين بيرغ سرلوړئ دپاره به د يوے قربانئ نه هم ډډه اونکړے شي او مونږ به په اتفاق او اتحاد سره د ملک دښمنه طاقتونو ناپاک عزائم د خاورو سره خاورے کړو ، ګورنر زياته کړے چي آزدي يو لوئي نعمت دے او ټول پاکستاني قام له ددے قدر کول پکار دے