د خيبرپښتونخوا تعليم محکمې د اګست د مياشتې نه په سکولونو کښې د سيکنډ شفټ تعليمى هلوځلو شروع کولو فيصله کړيده

د خيبرپښتونخوا تعليم محکمې د اګست د مياشتې نه په سکولونو کښې د سيکنډ شفټ تعليمى هلوځلو شروع کولو فيصله کړيده چې پکښې به اولنۍ ترجيح لرې پرتو غريځو سيمو ته ورکړې کيږي، دے نه علاوه په سيکنډ شفټ کښې د سکولونو د اپګريډ کولو فيصله هم شويده

د تعليم صوبائي وزير شهرام خان ترکئۍ د سيکنډ شفټ شروع کولو متعلق وئيلي چې په پرائمري کښې به مډل، مډل کښې به هائي او هائي سکولونو کښې به د هائير سيکنډري تعليم ورکړې کيږى

ښاغلى شهرام خان ترکئۍ زياته کړيده چې موجوده استاذانو ته به هم په سيکنډ شفټ کښې موقع ورکړې کيږي او دا چې د مارکيټ نه به نوے استاذان هم د دې پروګرام لپاره اخستې شي چې دا شان د ډراپ اوټ شرح کمه کړې شي د تعليم وزير شهرام ترکئې دا هم وئيلي چې د پرائمري سکول استاذانو ته به دولس زره، مډل سکولونو استاذانو ته پنځلس زره او د هائي سکول استاذانو ته اتلس زره معاوضه ورکولې شي د سيکنډ شفټ د اوقات کار پحقله د تعليم وزير وئيلي چې د سيکنډ شفټ اوقات کار به د نارمل سکول د چهټۍ نه پس شروع کيږى