د خيبرپښتونخوا مختلفو برخو کښې د کورونا وبا لوجې پنځلس کسان پحق رسيدلى

د خيبرپښتونخوا مختلفو برخو کښې د کورونا وبا لوجې پنځلس کسان پحق رسيدلى او دوه سوه څلور ديرش کيسونه رپورټ شوي بلخوا دري سوه يو کم اتيا مريضان صحت ياب شوي هم دي

د محکمه صحت رپورټ ترمخه د کورونا وبا له وجے تير څليريشت ګهنټو دوران پنځلس کسان پحق رسيدلي د کوم سره چي د مړوشوو شميره،څلور زره يو سل پنځه اتيا ته رسيدلي ده، د محکمه صحت رپورټ ترمخه تير څليريشت ګهنټو دوران دوه سوه څلورديرش کيسونه هم رپورټ شوي د کوم سره چي د مثبت کيسونو شميره يو لاکهه ،پنځه ديرش زره يو سل دوه شپيته ته رسيدلے ده د محکمه صحت رپورټ ترمخه خيبرپښتونخوا کښي تير څليريشت ګهنټو دوران د کورونا رنځ نه دري سوه يو کم اتيا مريضان صحت ياب شوي د کوم سره چي ټوله صوبه کښي د صحت ياب شوو کسانو شميره يو لاک اووه ويشت زره يو سل يو کم څلويښت ته رسيدلے ده