د خيبرپښتونخوا وزيراعلي صوبه کښ د پوليو کيسونو کښ په اضافے د تشويش څرګندونه کړے

خيبر پښتونخوا حکومت د لوبو ودي لپاره لس ارب روپو نه زيات فنډز جاري کړي

د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمودخان صوبه کښ د پوليو کيسونو کښ په اضافے د تشويش څرګندونه کړے او په ناقص کارکردګئ ئے ډي ايچ اوز بنو او لکي مروت معطل کړيدي
د پيښور سول سيکرټريټ کښ د پوليو په حواله غونډے ته خپله وينا کښ وزيراعلي اوويل چي خيبر پختون خوا کښ به راتلونکے پوليو مهم د هغه ضلعو نه شروع کولے شي چرته چي د پوليو کيسونه مخے ته راغلي دي
وزيراعلي اوويل چي صوبائي حکومت د پوليو رنځ ختمولو دپاره په مکمله توګه تيار دے او د پوليو ورکران دے په خوشحالي سره والدين راضي کړي چي خپلو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکړي
دوي اوويل چي کوم عناصر د پوليو خلاف پروپيګنډه کوي يا په دے کښ خنډان جوړوي د هغوي خلاف به د قانون مطابق سخته کاروائي کولے شي
غونډه کښ د پوليو دپاره د وزيراعظم فوکل پرسن بابر بن عطا ، چيف سيکرټري او نورو متعلقه چارواکو هم ګډون اوکړو