د خيبرپښتونخوا چيف سيکرټرى ډاکټر کاظم نياز په صوبه کښې پوليسو ته د کورونا ويکسينيشن عمل کښې په سست روۍ د غصې څرګندونه کړيده

د خيبرپښتونخوا چيف سيکرټرى ډاکټر کاظم نياز په صوبه کښې پوليسو ته د کورونا ويکسينيشن عمل کښې په سست روۍ د غصې څرګندونه کړيده او زر تر زره يې د کورونا ويکسينيشن عمل پورا کولو احکامات جاري کړيدي، چيف سيکرټري ته د سست روې وجه د پوليو روان مهم ښودلې شوے

د خيبرپختونخوا چيف سيکرټري ډاکټر کاظم نياز په مشرۍ کښې روان د کورونا ويکسين لږولو متعلق غونډه شوے چې پکښې چيف سيکرټري ته تفصيل بيان کړې شوے چيف سيکرټري پوليسو ته د کورونا ويکسينيشن په عمل کښې سست روې کولو د غصې څرګندونه کړې او د صحت سيکرټري ته يې امر کړې چې زر تر زره دے پوليسو ته د کورونا ضد ويکسين لږولو لپاره اقدامات پورته کړي ډاکټر کاظم نياز د غونډې په وخت ضلعي انتظاميې او ليبر محکمې ته په کارخانو کښې د کورونا ضد ويکسين لږولو متعلق د اقداماتو پورته کولو امر هم کړې او وئيلي يې دي چي د هغه کارخانو په ضد دے کاروائي عملي کړي شي څوک چې خپلو کارکوونکيو ته ويکسين نه لږوي